
قدرت الله حداد ((فرهاد ))
په ارغنداب کښې داتيا تنوطالبانو وژل؟
|
داخبر بي بي سي په خبرونو کښې د 1386 ل کال دلړم دمياشتې نهمه وه په 1221 ل کال کښې په همدغه ورځ په کابل کښې ملي پاڅون پيل شوى و، دجان ويلر په وينا عبدالله خان اڅکزي خلکوته پرله پسې ويناوې کولې.
بي بي سي وويل : ارغنداب کښې افغان اردو او ائتلاف اتيا طالبان وژلي څرگنده نه ده،چې رښتيا ده که نه ده ؟ ځکه هلته هيڅ داسې څوک نه شته ،چې بې پلوه وي طالبان وايي دايې عام خلک وژلي . داخبره ښايي ،چې رښتيا وي ؛ځکه کورونه بمبارد شوي هر څنگه ،چې وي داسمه بشپړه جگړه ده په دې توپير ،چې هله 1841 م کښې شاه شجاع و اوس حامد کرزى دى په کتاب کښې ويل شوي ،چې مکناټن شاه شجاع ته ويلي ،چې دغازيانو مشران دي خبرو ته راوغواړي بيابه ټول ونيسي هندته به يې واستوي ،شاه شجاع دغازيانو مشران په دې خبره هغوى خبر کړل ،چې دخبرو په مهال دې له بشپړې هوښيارۍ سره وي دا او نورې خبرې ښيي ،چې شاه شجاع له خپلو کړو پښېمانه و. په ننګرهار کښې داسې ليکونه دانگليسانو لاسته ورغلي و ،چې شاه شجاع خلک جهاد ته بللي و ،هلته انگليسانو پوه شول ،چې دې دوى ته هم صداقت نه درلود .
دملي مشرانو په وينا دنومبر په دوه يمه 1841 م په داسې حال کښې ،چې دلمر څرک نه و په بالاحصار او کابل کوڅو کښې چپه چپتيا وه دغازيانو بريد دانگليسانو خلاف دبرنس له کوره په خراباد کښې پيل شو دتندر او بريښنا په څېر وسله بند افغانان له ټوپکو تورو چړو سره په داسې حال کښې ،چې دټولو په مخونو کښې قهر او غضب ليدل کيده دبرنس دکورشااو خوايې ونيوله دبالاحصار شا او خواته هم لاړل ،چې هلته دشاه شجاع او دهغه ائتلافي عسکر و له انگليسانو سره موهن لال ليکي ،چې دسهار اووه بجې وې ،چې زما پېش خدمت دکوټې ور وټکاو چيغه يې کړه ،چې ته ويده يې ښار په بل مخ اوښتى دى موهن لا ل پاڅيد برنس ته يې حال ووايه ،برنس موهن لال ته وويل ،چې له خپله کوره مه وځه ژر به دانگليسانو عسکر راشي او ټول به وژغوري نيمه گړۍ وروسته نظام الدوله ( محمدعثمان ) راغى او برنس ته يې وويل ،چې له ماسره راشه ،چې بالاحصارته دې ورسو ( چېرته ،چې ائتلافي پادشاه شاه شجاع و) برنس غوښتل ،چې دخپل آس په سورلۍ بالاحصار ته لاړ شي .
جمعه دار ( ناټو ) برنس ته وويل ،چې ده مکناټن ته حال ورکړى دى بويه دهغه امرته ودريږي ،برنس همدا خبره ومنله او نظام الدوله سره لاړ نه شو،نظام الدوله له شپېتو تنو خپل ټوپک والو سره دبالاحصار په لور وخوځيد بيا دښار دکورونو له پاسه دوى باندې ډزې وشوې . برنس دخپل کور له بامه يې کتل ،چې څه غوغا ده ،چې گوري خلکو دهغه دکور شا او خوا نيولې ده ( دا غازيان دي ) لېرې يې ،چې وکتل عبدالله خان اڅکزى نايب امين الله خان ،سکندر خان او عبدالسلام خان يې وليدل پوه شو ،چې ملي مشران دوى دي نور خپل سړى يې هغوته واستاو هرڅه ،چې وي دى به دوى ته قناعت ورکړي . عبدالسلام خان توره وايسته دايلچې سريې پر ېکړ دبرنس دکور په لور وخوځيدل خلکو له هرې خوا دبرنس دکور په لورې ډزې کولې ،برنس دکور ورونه وتړل له پاسه يې ويل ،چې ددوى هره خبره ومنئ ،خو دوى دى کرار شي په همدغه مهال Captan Brodfo او چارلس برنس brens charlesاونور انگليسان يوپه بل پسې وژل کيدل ،برنس خپلو خلکوته وويل : چې دى دې په يوې خيمې کښې تاوکړي او لکه يوه تاوه کړې خېمه دې پرخپلو اوږو وباسي څوژوندى پاتې شي،دموهن لال خبره ده ،چې په دې وخت کښې ،خضرخان کوټوال ،حاجي علي،هاشم ،واښه خرڅوونکى کاکه حسين ،عبدالرحيم،محمدحسين عرض بيگي دبرنس دکور دروازې ته اور واچاو برنس په تاوه کړې خېمې کښې پاتې شو که څه هم دشاه شجاع ائتلافي قوتونه راورسيدل مشر کيمپل هم ورسره وMr compel دغازيانو جگړه توده شوه انگليسان او ائتلافي عسکر ووژل شول.
د 1841 دنومبر دوه يمه له ډېرو بريو سره ،چې دغازيانو په برخه شوې وه سر ته ورسيده بله ورځ دکابل له لېرو او نژدو سيمو نور غازيان راورسيدل او دپاڅون تر پايه ،چې انگليسان وتلو ته چمتو شول بيا نورې کيسې دي تر جلال آباد پورې .
دبالاحصار پېښې داستاد ملي تاريخ پوه کهزاد ليکنه.
په يوشعرکښې همدغه مهال ،چې وليکل شو داسې راغلي.
زهر سو گرفتند گردش دلير بخون ريختن همچو آشفته شير
حمزه بابا :
ځنې خبرې ،چې په زړه راولــم
بيايې نو ولې په خوله نه راولــم
دزړه نه ستــــــــا دتصور قافلــــه
ولې بيا زړه ته پــــــــــه ليمه راولم
يوڅوخبرې داسې هم لـــــــــرمــــه
چې يې په خوله نه يې په زړه راولم
@@
تور ليمه مې دفراق په ژړا سپين شو
دوباره دزړه په وينو کښې رنگين شو
رحمان بابا