|
يوسل او شپږ پنځوس کاله وړاندې دافغان او انگليس هنگامه !
|
قدرت الله حداد ((فرهاد ))
1842 م کال دنومبر مياشت کښې ،چې اوس هماغه مياشت ده بيا يوه نيمه پېړۍ په کښې تېره ده اوبيا دافغان انگليس هنگامه ده توپير دادى ،چې اوس اروپا ،امريکا،کاناډا او آستراليا داسې يو شمېر نور دانگليس په لاس کښې و هغه هم لکه امريکا،کانادا ،آستراليا... دانگليس اړيکه دوى سره نه ده شکيدلې هند او پاکستان هم داسې دى . افغانستان کښې گروهنه اسلامي ده او داهيڅکله نه بدليږي. جماعه خير انديش مسلمين خبره مو وکړه دهغه په دري ادبياتو کښې پيلامه داوه !
بنام خداوند هفت آسمان
خداى زمين وخداى زمان
خدايي که ايجا عالم از وست
همه عزت وشام آدم از وست
داوو آسمانو دخداى په نوم
دځمکې خداى اودزمان خداى
هغه خداى چې دعالم پيدايښت له هغه دى
دسړي عزت اوپت له هغه دى
دغه دوه بيته دڅښتن تعالى په حمد کښې دى بيا هم دافغان په گروهنې دي ،چې دعزت اوپت سره ژوند دخداى له لورې دى . په افغانستان کښې ،چې ملي جبهه جوړه شوه کمونستان اوپخوانۍ مليشه ورسره ده . روسانو خپل ملاتړ له هغوى ښودلې دي ،بله جبهه به طالبان وي داد جگړې خبره څرگندوي او داښې پايلې نه لري ؛ځکه يوه پايله يې جگړه ده بله يې که طاقتونه سره برابروي دافغانستان وېش ياتجزيه ( خداى مه کړه ) ده .
که چېرې تاريخ ته وکتل شي څرگنديږي ،چې دروسيې مخه نه يواځې نيول کيږي ،بلکې دافغانستان خاوره هم زيانمنه کيږي. دافغانستان انگليس لومړۍ جگړه اوداميردوست محمدخان او وزير اکبرجوړه انگليسانو سره.
دوه يمه جگړه دامير عبدالرحمان جگړه او بياله انگليسانو سره جوړه ،دامان الله خان تلل دسقو راتلل ،بيا دمحمد نادرشاه راتلل.
اوس وگورئ دوست محمدخان درې نسله پاتې شو،عبدالرحمان خان درې نسله پاتې شو بيا نادرخان هم په دې څېر.
1 - امير دوست محمدخان ،اميرشيرعلي خان ،يعقوب خان
2 - عبدالرحمان خان ،حبيب الله خان ،امان الله خان
3 - محمدنادرخان ،محمدظاهرخان ،محمدداود خان
داهماغه لويه لوبه ده ،چې لا دوام لري اوس هم نه ده پاى ته رسيدلې ،سړه جگړه هم دلويې لوبې برخه ده .
تراوسه يې پايناب نه ليدل کيږي ،خو په دې منځ کښې تل دخلکو تباهي پېښه شوې ،هوښيار خلک دادروغې جوړې واکدارۍ ته هم زړه نه ښه کوي که څه هم له څرگندې غلامۍ ښه دى او يوتړون په منځ کښې وي ،چې ددواړو خواوو گټې په کښې خو ندي وي . لکه دين ،ناموس خپلواکي سره له هغه کله ،چې سړه جگړه وي که بې پلوي وساتلى شي ډېره ښه ده او په تودې جگړې کښې نه ورگډيږي په دوه يمې لويې جگړې کښې 1939 - 1947 م افغانستان داوکولاى شول ،چې بې پلوي وساتي اوس ايران که وکولاى شي خپل دغه حالت وساتلى شي ديران لپاره اتومي بټۍ يابم دومره خبره نه ده دا،چې دروسيې لاس ورسره وي بيايې نه پريږ دي که وکولاى شي.
په دې ترڅ کښې ځينې خلک ،چې وکولاى شي دغو سياستونو سره ځان برابر کړي بيا هماغه ورته ښه وي ،چې څه موده به آرامه وي، حامدکرزي ونه شو کولاى ځان له دغې لوبې سره سم کړي خپل کندهاري دوستان يې له لاسه ورکړل ډېر افغانان مسلمانان پښتانه دامريکا او ناټو له خوا ووژل شول .
دبېنوا صاحب خبره ده : خيالي پوچه سودا شوه دافغان سوسيال ديموکرات گوند يې هم وخوړ.
چې دپير صاحب او حضرت صاحب په دود په دعا يې ځان ونه شوساتلى نه داشو نه هغه .
بېنوا وايي :
حقيقت شه يامجاز شه
ياقدسي مرغه آوازشه
مه شه گوره مه شه خالي پوچه سودا
يا دا وکړه يا دا
زمونږ ددور حکيم شاعر حمزه بابا دى دده په خيالاتو خبريدل ښه کار دى :
الفت دجنون نورې مرحلې نه راولې
اوس هوش راته زنځير او زولنې نه راولې
چې ستاله خوشحالۍ نه خپل وقار دى ورته گران
ليموته مې غم ،اوښکې پښتنې نه راولې
يادونه دې راځي دمخ او زلفو مسلسل
اوس ولې هغه تېرې ورځې شپې نه راولې ؟
اشنا دمخ رڼا وه ،چې بې واکه شول مين
محفل ته پتنگان خو ډيوې مړې نه راولې
پښتو ،چې بې سالاره وه څوځل وشوکيده
لوټ کيږي قافلې چې بدرگى نه راولې
قدرت الله حداد ((فرهاد ))
د 1386 لمريزکال د تلې د مياشتې په دېرشمه نېټه بيا حامد کرزى په انگليستان کښې و، په انگليستان کښې دا پلا له ملکې او شهزاده چارلز سره هم گوري ددې لپاره ،چې د انگليستان په سياست کښې د افغانستان په برخه کښې بدلون راغلى هغوى غواړي،چې دپخوا په شان دافغانستان انګليس په جګړه کښې، چې 1842 م کال کښې وه شاه شجاع په بالاحصار کښې د پادشاه په نوم ناست و. امير دوست محمد د شمالي له غازيانو پټ راغى او بالاحصار ته نژدې، چې مکناټن له هوا خورۍ راګرځيدلى و ده يې پښې ونيولې او تسليم شو. هغه مهال عکاسي نه وه انگليسانو دغه صحنه رسم کړه، چې هر ځاى موندل کيږي انگليسانو دى هند ته وليږه او هلته يې خبرې ورسره وکړې او يو لړجوړې ته سره ورسيدل بياوروسته راغى ،چې دده ځوى وزير اکبر خان يې هر کلي ته ورغى.
اوس دا ويل کيږي چې طالبانو سره خبرې کيږي، چې د انګلستان د دفاع وزير ((بروان)) ويلي و، چې اسلامي حل دې وشي اکسفورډ هم يو راپورجوړکړى و، چې پوځي حل نه شي کيداى اوس کرزى ټولو باندې گرځي اکسفورډ ته هم ځي، چې خپل دلايل ووايې او د هغوى پام ځان ته راواړوي په دوه يم افغان انگليس جنگ کښې د انگليسانو خبرې له اميرعبدالرحمن خان سره وشوې په داسې حال کښې پادشاه امير محمد يعقوب خان و .
داسې روغې جوړې د انګليسانو اوسردارانو ترمينځ ډيرې شوي دي .کوم لوى افغانستان ،چې په اتلسمې پيړۍ کښې ميرويس نيکه او احمدشاه بابا جوړ کړى و سردارانو بشپړ وران کړ يوازې يې د کابل پادشاهي غوښتله په دې ، چې د کابل هوا ښه ده او(( وريجې غوښې په کښې ډېر خوند کوي))
په هند کښې چې کوم سرداران ول د هغوى ښيرا دا وه، چې ((خداى د کابل له پادشاهۍ بې نصيبه کړه )).
دتاريخ کنډو دوى رواست لومړى سرداران له انگليس سره دوه يم کمونستان له روس سره درېيم ډالر ديموکراسي له امريکا سره داعلت دى معلول ډېردي کله، چې دوى خپل مقام ته ورسيږي بيا ؛نور... دافغانستان خلک د سولې او آبادۍ دښمنان بولي ، چې ترسره يې نه کړي بيا وايې د امن جرګه دوى چېرته ،چې دي هملته يې پريږدئ، چې دکابل وريجې غوښې ډېر خوند کوي له دې ها خوا دوى په څه خبر نه دي نور خلک د ميرويس او احمدشاه ارمان کوي سترگې يې هغه خواته دي ، چې څوک ولاړ دي ؟
اوس ځو د وصيف ساکزي ليدوته وصيف سکزى د سيستان په تاريخ کښې موندلى شو ،چې زمونږ په ذهن کښې يوه هوا وچليږي سکزى د ملک الدين والدنيا يعقوب ارمان کوي ،چې لوى افغانستان ورسره و، تر هغه وړاندى د رحمان بابا خبره کيږي، افغان تخيل، د کابل غوښې وريجې نه دي هغه نورې خبرې دي.
مرتبه به دې د مچ او د ميږي شي
زړه په غوړو غوښومه تړه هماى
(رحمان)
په دې پوه شو، چې مچانو سره خبرې دي دا د هما له مقام سره نه دي محمد وصيف سکزى يو پښتون اديب له لوړو خيالاتو سره و په درېيمه هجري پيړۍ کښې دصفاري پادشاهانو منشي او د ديوان خاوند و، کله،چې صفاريانو د بغداد دنيولو هڅه وکړه، چې لويه امپراتوري وه، بياهلته د يعقوب صفاري اردو او بولاندې شوه، چې ددجلې سيند پرې راخوشى کړى شو وروسته ده سره ارمان پاتې شي د لوى افغانستان حدود ښيي
مملکتى بود شده بې قياس
عمرو(1) بر آن ملک شده بودا اس
از حد هند ، تابحد چين وترک
از حد زنګ تابحدروم وګاس
دولت يعقوب دريغا برفت
ماند عقوبت بعقب برحواس
ناس شدند سناس(2) آنګه همه
واز هم نسناس ګشته ناس
شعر څه ډېردى او ډير تفصيل غواړي، چې د کليفورد بارسوث په وينا دوى د کوشاني يا کوچياني پېر ژوندى کړى و.
د اميرامان الله تر مهال بياوروسته د افغان د پاره د انګليس دوستي عيب و. هر چا غوښتل داسې وښيي ، چې انگليسانوسره نژديوالى نه لري او په دې يې وياړ کاوه اوس بيا داسې دى، چې ليدل کيږي.
وصيف سکزى وايي : ناس نسناس شول يعنې سړى ناسړى شو هغه مهال ،چې لا ژبه د ملي هويت برخه نه وه ډيرو پښتنو مشرانو فارسي يادري به ويله .
دسيستان په تاريخ کښې داجمله په دې ډول راغلې (( باز محمد بن مخله هم سکزى بود مردى فاضل بودوشاعر نيز فارسى ګفتن ګرفت)) چې يوه پښتون په فارسي خبرى پيل کړې، چې دا خبره په درېيمه هجري پيړۍ کښې شوې او تاريخ ساتلې ده اوس بيا څوارلسمه هجري پيړۍ ده اوس د پښتنو خلاف ډېرې خبرې کيږي ،خو ټولې له ناپوهۍ ، چې دوى له تاريخ ناپوه دي .
شوګيرو راته د ميني هر منزل رڼا رڼا کړو
ستا د زلفو بله واخلم ، زما فکر يې رساکړو
داسې نوى لېونتوب دې اشنا چيرته و ساتلى ؟
د شلولو په شکل کښې دې ګريوان راته خطا کړو
داسې شوي او داسې کيږي بيا که پښتانه خپلو تاريخي مشرانوته وګوري لار به يې رڼا رڼا وي، چې ترې خطا نه شي.
__________________________________
(2)نسناس د ناس ضددى سړى او ناسړى کله چې سړى له سړيتوبه ووځي او ناسړى شي