درنو لوستونكيو! د "ورځ" خبريال فضل قادر انډيوال د هېواد د يو حقپال او عدالت غوښتونكي ليكوال او شاعر سره، چې د ګوانتانامو د امريكايي زندان په پنجرو كې يې له هېواد او اولاد نه لرې د ژوند ترخې شپې سبا كړي، خبرې كړي دي، چې دا دى تاسې يې ولولئ
ورځ
س: محترم مسلم دوست صاحب د "ورځ" مجلې او د "ساپي مركز" ويب پاڼې ته كه ځان راوپېژنئ خوښ به شو.
ج: زما نوم عبدالرحيم مسلم دوست د ننګرهار ولايت، د كوټ ولسوالۍ د صاحبانو دكلي اوسيدونكى يم او اوس په پېښور كې اوسېږم.
س: ستاسو د نيولو اصلي انګېزه څه وه او څنګه نيول شوى وئ، كه په دې اړه لږ معلومات راكړئ. خوښ به شو.
ج: زمونږ د نيولو انګېزه دا ده، چې اوس هم زمونږ يو شمېر ګوډاګي هېوادوال د پاكستاني پوځي استخباراتو سره كار كوي، د هغوى يو تنظيم د "جماعه الدعوه الى القراّن والسنه" په نامه يادېږي، چې د مشرانو او غړيو نومونه به يې په يو څه تفصيل زما په كتاب كې راشي. دوى د خپلو تعلقاتو، رابطو او اړيكو چې د اي ايس اي سره يې لرلې، بده استفاده وكړه. د اي ايس اي يو كرنل چې وحيد جان نومېږي، د هغه په واسطه، په كومه شپه چې مونږ نيول شوي وو، په دغه شپه يې دوى سره د امام بخاري په پوهنتون كې ډوډۍ خوړلې وه او بيا زمونږ كور ته راننوتل. پوليس هم ورسره وه، د كور تلاشي يې وكړه. زه او زما دوه وروڼه، چې يو ورور مې ميلمه و او بل يې ما سره اوسيږي، مونږ او زمونږ سره بل ميلمه چې ماسره حجره كې ناست و. څلور كسان يې ونيولو، پر كور باندې د ډاكوانو غوندې راننوتل، يو كمپيوټر، يو بكس، چې هغې كې څه قيمتي كاڼي، پيسې او زيورات وه، هغه يې هم واخستل. ځينې فايلونه او مجلې يې راټولې كړلې، يو انچ، انچ ځاى يې د نوك قدرې هم پرېنښودو، ټول كور يې ولټولو. مونږ باندې يې لاسونه شاته واړول، سترګې يې راباندې وتړلې او ګاډي كې يې كېنولو. شامي روډ باندې د اّرمي سټيډيم سره نږدې د هغوى يو پټ زندان دى، چې خلكو ته معلوم نه دى، هغه كې يې واچولو، تورې كوټې دي تنګې تنګې، چې پښې هم په كې نه غځېدلې. توشكه چې به مو راجګه كړه ورلاندې به ټول نم و. په ډېر بد وضعيت باندې هلته واچول شو. دستي په همغه شپه يې امريكايان راوغوښتل. مونږ نه يې تحقيق وكړ، يو امريكايي ما ته وويل چې تاسې مونږ نه نيولى يئ او نه مو دې خلكو ته ويلي دي، چې تاسې ونيسي. ما سره د اّي ايس اّي يو كرنل ناست و. ترجماني به يې كوله، هغه ته يې اشاره وكړه چې تاسې دې خلكو نيولې يئ او مونږ ته يې ويلي چې راشئ مونږ دهشت ګر نيولي دي. كله چې يې مونږ سره، خبرې وكړې، نو څو ورځې پرې تېرې شوې، پنځه شپږ ځله به يې مونږ سره مركې كړې وي. په پاى كې امريكايانو وويل: تاسې اّزاد يئ او مجرمان نه يئ، ما ځينې ليكنې په اخبارونو كې ليكلې وې، د امريكا بمباري مې په كې غندلې وه، د هغوى سياست مې په كې غندلى و، هغوى وويل چې دا ستا حق دى، په نړيوال قانون كې مطبوعات اّزاد دي. په دې باندې مو نه نيسو او نه ته مجرم يې. بيا دوه مياشتې او 20 ورځې هلته بې سرنوشته پراته وو، زمونږ څخه خپل خپلوان، وروڼه، كورنۍ، بچي هيڅوك خبر نه وه، چې دوى چېرته دي. هغوى ډېرې منډې ترړې كړې وې. مونږ سره يې هم رابطه نه كېدله او نه چا د هغوى خبره اورېدله، هغوى په دې پوهېدلي وه، چې مونږ اي ايس اي نيولي وو، په پاى كې دې خلكو (تنظيم والاو) په بېله بېلو بڼو زمونږ خلاف دوسيې يې جوړې كړې وې او هغه يې امريكايانو ته د اي ايس اي په واسطه وركړې وې. هغوى ته ويل شوي وه، چې دا غټ مجرمان دي او دا خامخا ځان سره واخلئ او كيوبا ته يې ولېږئ، نو هغوى بيا مونږ ته په كيوبا كې وويل چې په مونږ باندې يې تاسې په زوره تاوان كړي وئ. مونږ ستاسې په باره كې معلومات ترلاسه كړي دي. تاسې بې ګناه يئ د هغه ځاى نه په الوتكه كې په ډېرې بدسلوكۍ راروان كړاى شو.
مونږه، دوه مياشتې او 20 ورځې وروسته، چې د روژې په لومړۍ ورځ نيول شوي وو، د ذوالحجې په لومړۍ نېټه او د ذوالحجې نه تقريباً لس ورځې مخكې مونږ د فبرورۍ په (9) كال 2002 د پېښور په هوايي ډګر كې امريكايانو ته وروسپارل شوو، الوتكه راغلې وه، زه او زما ورور او يو بل كس مونږ سره و، وروسته وپوهېدو، چې امريكايانو ته سپارل شوي يو، پټې سترګې په ډېر تشدد يې لاسونه راباندې واړول، له هغه ځاى نه لومړى بګرام ته ولېږدېدو، بګرام كې يې لس ورځې رانه تحقيق وكړو، بيا كندهار ته ولېږل شو، 2 مياشتې او 20 ورځې هلته پراته وو، تحقيق و، خو بدوضعيتونه راسره كېدل، له هغو 2 مياشتو او 20 ورځو څخه وروسته بيا كيوبا ته ولېږل شوو، هلته دګوانتانامو په جزيره كې د مسلمانانو لپاره چې كوم زندان جوړ شوى دى، اوسپنيزې پنجرې دي هلته مو 3 كاله تېر كړل، بيا 3 كاله وروسته يوه نمايشي شان محكمه وشوه، هغې مونږ بري كړو، چې تاسې زمونږ په نزد مجرمان نه يئ او دا يو څو ورځې كېږي چې مونږ اّزاد كړاى شو او خپل هېواد ته راولېږدېدو.
زما ورور بدرالزمان بدر له ما شپږ مياشتې مخكې اّزاد شوى دى.
س:د زندان په اړه معلومات راكړئ او هم كه ووايئ، چې تاسې سره څه ډول چلند كېدو.
ج: هغه زندان وضعيت ډېر بد دى. لومړى په جهاز كې د سپرېدو ډېر بدوضعيت و، لاسونه يې پر مونږ وتړل، پر زولنو يې رانه يو بل ځنځير د شاه او ملا څخه راتاو كړو، چې بيا همدا ځنځير د پښو له زولنو سره تړل شوى و. د جهاز په فرش كې يې يوه كونډه لګولې وه. د پښو ځنځير يې د هغې سره قلف كړو، د شاه ځنځير يې د شا له خوا ورسره قلف كړو، سترګې يې راباندې پټې كړې. غوږونه يې راباندې بند كړل، خولې او پزې ته يې ماسك راواچاوه او شخ كېناستو. 20 ساعته مزل و او تقريباً څلور ساعته ښكته پورته كېدلو او اودرېدلو، دې كې 24 ساعته ولګېدل. مونږ نه مخكې خلكو ته يې د بې هوشۍ ستنې لګولې وې او مونږ ته يې خوب راوړونكې ګولۍ راكړې خوب رانه غلو. له 24 ساعتو وروسته له جهازه راښكته كړاى شوو، د دې بد وضعيت له لاسه مونږ ته ډېر تكليفونه پيدا شوه، ډېرو خلكو ته عرق النساء پيدا شوه، زما خپله هم عرق النساء تكليف پيدا شو، په جهاز كې له پېښور نه تر بګرامه او له بګرامه تر كندهاره يې پر فرش باندې كېنولي وو، سپيو راته مخكې غپل، كله به يې رانيږدې كړل او كله به كش كړاى شول، په دغه ترتيب باندې بګرام او كندهار كې وځورول شو. هلته د ګوانتانامو د جېل څه نا څه ټول شپږ كمپونه دي لومړي او دوه يم او درېيم كې پنجرې دي، په يو بلاك كې 48 پنجرې دي او د هرې پنجرې طول او عرض يو نيم نه لږ زيات تقريباً دوه متره دى. ارتفاع يې هم تقريباً دوه متره ده او دې كې دننه د اوسپنې كمود لګېدلې دى، همداسې ښكاره، د اوداسه او لاسونو وينځلو ځاى هم شته. دغه كيمپ ته كيمپ Delta وايي او زمونږ نه مخكې بنديان يې په كيمپ X_Ray كې ساتلي وه، چې وضعه يې ډېره خرابه وه. كندهار او په بګرام كې، دوه مياشتې او 20 ورځې مونږ په تيمم لمونځ كړى، يواځې يې د څښلو اوبه راكولې. د غسل او اودس لپاره يې اوبه نه راكولې، خيرنې جامې مو په تن وې. سوچه ليونيان رانه جوړ شوي وه. په ګوانتانامو كې يې په پنجرو كې واچولو، دغو پنجرو نه ګېر چاپېره جالونه لګېدلي دي. لاندې هم اوسپنه او پاس هم اوسپنه وه او هغې ته هم جالۍ لګېدلې وې. مخامخ لس دولس كسان ښكارېدل، ښي خوا ته پنځه، شپږ تنه او كيڼ لاس ته هم په همدې شمېرې ښكارېدل. هغوى سره خبرې هم كېدلاى شوې، په لومړي سر كې خبرې بندې وې، بيا ډېر اعتصابونه او مظاهرې وشوې، بيا له هغې وروسته خبرې اّزادې شوې، د پنجرې په دروازه كې يوه وړه كړكۍ وه په هغې كې به يې ډوډۍ راكوله. د همدې دروازې او كړكۍ له لارې به يې كله چې تحقيق ته وړلو، لاسونه به مو ويستل، په هغې كې به يې زولنۍ واچولې، بيا به يې ملا نه زمونږ زنځير راوتاړهْ، پښو كې به يې زولنې راواچولې. مخكې له دې، چې مونږ وتړي، عسكر دا جرات نه كولو چې دروازه خلاصه كړي، چې مونږ د باندې وځو، ښه به يې چې وتړلو له هغې وروسته به يې دروازه راخلاصه كړه، دوه عسكرو به ښي او كيڼ لاس نه ونيولو او د ځنځيرونو په شرنګار به لاړو. لږه فاصله كې وړاندې نور بلاكونه وه، د تحقيق كوټې وې، هلته به لاړو، مخامخ د محقق چوكۍ وه ورسره خوا كې يوه يا دوه نورې چوكۍ اېښودل شوې وې. كله دوه محققين او كله به يو محقق او كله به درې محققين راغلل ترجمان به ورسره و او د بندي د چوكۍ لاندې په ځمكه سيمټو كې يوه غټه كونډه لګېدلې وه. دغې كونډه كې به د پښې ځنځير قلف شو او كلك به يې په كې بند كړو، د دې لپاره چې دا بندي حركت ونه كړي يا حمله ونه كړي، ډېر سخت وېرېدل. په جهاز كې هم كله، چې مونږ راوړل كېدو دوى له وېرې مونږ ته نه نژدې كېدل او ويل به يې، چې تاسې پر مونږ باندې حمله ونه كړئ، خبرې مه كوئ، ډېره سخته تلاشي يې زمونږه وكړه او له ډېر تشدده يې كار واخستلو. دا ډېرې اوږدې خبرې دي.
پاتې دې نه وي چې په باګرام او كندهار كې د بدني تعذيب لاندې د 29 په تعداد كې مسلمانان شهيدان شوي، چې په هغې كې اته افغانان او نور عربان وه، خو په ګوانتانامو كې بدني تعذيب نه، بلكې روحي تعذيب و. لكه د تحقيق په كوټه كې جنسي عكسونه ځوړندول. په ډېره ګرمه يا ډېره يخه كوټه كې كېنول. بې خوبه كول، د ليزر رڼا سترګو ته مخامخ كول او غوږونو ته د لوړ غږ مشين لګول شامل وه.
س: دخپل كور سره مو د ليكونو اړيكه څنګه وه؟
ج: ليكونه او خطونه، خو 11 مياشتې مونږ ته نه راتلل، د سره صليب له لارې چې مونږ كوم خطونه له كندهاره لېږلي وه، هغه رسيدلي وه، خو 11 مياشتې مونږ ته خط نه دى راغلى. مونږ تراوسه له وروڼو او بچو پوښتنه نه ده كړې، چې زمونږ خط دوى ته كله رارسيدلى، خو زمونږ له نيولو وروسته زمونږ د خط ځواب 11 مياشتې وروسته راغى. مونږ ته به چې كله خط رارسېدو يوه مياشت يا دوه مياشتې به په كې تېرې شوې وې، نو هغه به خلكو ډېر ژر ګاڼه، دوه مياشتې، درې مياشتې، څلور مياشتې، دغسې تېرېدې پرې، خو هر خط يې مونږ ته نه راسپاره، ځينې خطونه به راكول كېده او ځينې به نه راكول كېده، په هر خط كې به، چې كومې كرښې د دوى خوښې نه وې هغه به يې ټولې ورانې كړې وې، مونږ سره خطونه شته. د هغې نمونې به په خپل وخت تاسو ته وښودل شي.
س: اّيا تاسو ته د امريكايانو له خوا د تشدد د پټاوي څه خبره شوې ده؟
ج: مونږ ته امريكايانو څه داسې ښكاره نه دي ويلي، البته له ما يې پوښتنه كړې وه، چې ته به څه وايې؟ ما ورته ويلي وه: زه به حقيقت وايم. ما ته يې دا نه دي ويلي چې ته دا مه وايه، خو په كابل كې د سترې محكمې رئيس مولوي فضل هادي شينواري ټولو ته وويل: تاسې دا خبرې او هغه تكليفونه چې درباندې تېر شوي په تفصيل يې چا ته مه وايئ.
س: تاسې خپل ديني مراسم د ګوانتانامو په زندان كې څنګه ترسره كول؟
ج: مونږ هلته تلاوت كاوه او لمونځونه مو هم كول. په تلاوت او لمانځه كوم بنديز نه و، د لمانځه طريقه دا وه چې قبلې ته نږدگ پنجرې والا به امام شو. اذان به مو وكړو او هر چا به له خپلې پنجرې هغه امام پسې اقتدار كوله او په همدې ترتيب به مو د جماعت لمونځ كولو. د صفونو د جوړولو امكان نه و، روژې مو هم نيولې. د اختر لمونځونه نه وه؛ ځكه چې مونږ هلته مسافر وو او دارحرب كې وو.
س: داسې ويل كېږي چې تاسې هلته ديني كتابونه هم ليكلي دي. كه د دغو سهولتونو په اړه معلومات راكړئ.
ج: دا هم ډېر مهم ټكى دى او پر دې باندې تاسې بايد ډېر تاكيد وكړئ چې زما ځنې فرهنګي مواد وه، ما سره ډېر ظلم وشو هغه ما نه ستانه كړاى شول. لومړى څوارلس مياشتې مونږ ته قلم او كاغذ نه راكول كېده، له هغې وروسته، دوى درجه بندي وكړه چې څوك په لومړۍ درجه كې وه؛ نو هغوى ته معمولي سهولت و. قلم او كاغذ به يې وركړو. كاغذ كه څه هم چې يوه يا دوه پاڼې به وې، خو نور داسې كسان چې په لومړي نمبر كې راتلل له هغوى څخه به هم ما كاغذونه راوغوښتل، د پنجرو په سوريو كې به يې ما ته له هغه سره څخه كاغذونه رالېږل. ما هلته د پښتو تفسير، په عقيده كې يو كتاب، منظومه فقه او تقريباً 20، 25 زره پښتو بيتونه، تفسير، ادبي، فرهنګي ليكنې او بعضې نور كتابونه ليكلي و. دا يوه زما لويه فرهنګي پانګه وه، امريكايي عسكرو دا مواد له ما وخت پر وخت په تلاشۍ كې اخستل كېدل، په پاكټ كې به يې بند كړل، نمبر به يې زما پرې وليكه. ما به د دغو موادو پوښتنه او غوښتنه كوله، حتى د تحقيق په وخت كې هم، په پاى كې چې زه بري شوم، يو مسوْول راغى ترجمان هم ورسره و، ما ته يې وويل چې ستا كاغذونه مونږ سره خوندي دي، ته چې كله ځې، په همغه جهاز كې به تاسره ځي، تا ته به دا كاغذونه بېرته په بګرام كې دركول كېږي، خو بګرام ته چې زه كله راغلم. ما پوښتنه وكړه، نو هغوى وويل چې مونږ ته ستا كاغذونه چا نه دي راسپارلي؛ نو هغه دروغ وختل. ما ټولو ژورنالستانو ته ويلي دي هغوى وعده راكړې او ويلي يې دي، چې مونږ به په دې باندې ډېر تاكيد وكړو او تاسې هم بايد دا خبره پوره خپره كړئ، دا ظلم دى؛ ځكه چې دا مو فرهنګي پانګه ده. دا بايد بېرته ما ته راولېږل شي. دا كاغذونه او فرهنګي پانګه هلته پرته ده، زما دا باور دى چې دا ضايع شوې نه ده، هغوى سره خودي ده. دا زما حق دى دا بايد راكړاى شي.
س: هغه مهال، چې تاسې بنديان وئ؛ اّيا د قراّن بې حرمتي شوې وه او كه دا نوې پېښه ده؟
ج: هو په بګرام او كندهار كې مونږ په خپلو سترګو وليدل، چې امريكايانو به قراّن مجيد په ډېرې بې ادبۍ اړو رااړو او بيا به يې په ځمكه وغورځاوه. ما ته يو افغان بندي كندهار كې دا هم وويل، چې د هغه په مخكې يو امريكايي عسكر قراّن كريم د سرې په سطل كې وغورځاوه. په ګوانتانامو كې هم د قراّن كريم بې حرمتي شوې. يو محقق د بندي په مخكې قراّن كريم پرانيستو او بيا يې پښه پرې د بوټ سره كېښوده. مونږ ټولو بنديانو د پنجرو په درزولو، د تكبيرونو په ويلو، په عسكرو د اوبو په اچولو، تحقق ته په نه تللو مظا